راپورونه

افغان ۲۰ کلنه فوټسال لوبډله ایران ته ولاړه

د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلنه ملي لوبډله د ۲۰ کلنو ترمنځ په آسیايي سیالیو کي د ګډون په خاطر پرون ایران هیواد ته ولاړه.  د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، چي په دې سیالیو کي به افغانستان د رواني جوزا میاشتي پر ۲۵مه او ۲۶مه د هانګانګ او ایران فوټسال لوبډلو سره په ګروپي سیالیو کي ولوبیږي. د ...

Read More »

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پروژې داوطلبۍ ته سپاري

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په دوبي کي ۴۳ پروژۍ داوطلبۍ ته سپاري. د دغه وزارت ویاند عبدالقدير مطفي وايي چي په دغو پروژو کي ۷ ستر قراردادونه دي چي په هغه کي بېلابېلې برخې شاملې دي. دئ وایي، په دې کي مرمر، سمنټ، تالک شامل دي، دا پروژې داوطلبۍ ته سپارل کیږي او په میدان وردګ، پروان، ...

Read More »

د چابهار له لاري هند ته ۸۰ ټنه وچه مېوه صادره سوې ده

هند ته د افغانستان په دوهم صادراتي کاروان کي د لومړي ځل له پاره څه د پاسه څلوېښت ټنه د کندهار انځر صادر سول. د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي؛ د لومړي ځل له پاره څه باندي ۸۰ ټنه انځیر او شکرپاره د چابهار بندر له لاري د هند بازارونو ته رسېدلي دي. هند ته د چابهار بندر له لاري ...

Read More »

امریکا ترکیې ته د میزایل د دفاعي سیسټم په اړه اخطار ورکړی دئ

د امريکا متحدو ايالتونو ترکيې ته د جولاى تر ٣١مي وخت ورکړی، چي له روسيې د ميزايل د دفاعي سیسټم پر رانيولو له سره غور وکړي. واشنګټن وايي، که انقره د روسيې دغه دفاعي سيسټم رانیسي، د امريکا په مشرۍ د F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو په پروژه کي به د خپل ګډون فرعي قرارداد له لاسه ورکړي. د پيرېدلو ...

Read More »

په سوریه کي یو وار بیا جنګونه شروع سوي دي

په سوریه کي د یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د تيرو دوو ورځو په جګړو کي لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل سوي دي. په سوریه کي یو ځل بیا نښتو زور اخیستی، د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتي ډلي، په یوې خبرپاڼي کي ویلي، د شنبې په ورځ جهادي ډلو او یاغیانو د حما ولایت په ...

Read More »

د ولسمشریزو ټاکنو د رایي ورکولو د تقویتي نوم لیکني بهیر په ۳۳ ولایتونو کي پیل سو

رپوټ: محمد یار مجروح د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د رايي ورکولو د تقویتي نوم لیکني بهیر د کندهار په ګډون د افغانستان په ۳۳ ولایتونو او د عمومي نوم لیکني پروسه یوازي په غزني کي په شنبه پيل سوه. د رايي ورکولو پر شرايطو برابر هغه کسان هم پکښي شامل دي، چي تازه يواد ته راستانه سوي وي، یا ...

Read More »

د اختر په شپو او ورځو کي په کندهار کي کومه خاصه امنيتي پېښه نه ده سوې

رپوټ: مهتمم صالح کندهار ښاريان وايي، په اختر کي د کندهار ښار او ولسواليو امنيت ښه وو او دوی په ډاډه زړه د اختر خوشحالۍ ولمانځلې. دوی د امنيتي ځواکونو څخه خوښ دي او وايي، امنيتي ځواکونو د اختر په شپو او ورځو کي په ټول وس او توان د کندهار امنيت ساتلی وو. دوی وايي، په سوله کي خير ...

Read More »

افغان ځانګړي ځواکونو په هلمند کي عملیات کړي دي

چارواکي وایي، برايي شپه د افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د نهری سراج ولسوالۍ اړوند د مېرمندو په کلي کي د وسلوالو پر وړاندي يو لړ هوايي تصفيوي عمليات کړي دي، چي په پایله کي يې ۲ تنه وسله وال وژل سوي او ۶ تنه ژوندي نیول سوي دي. د کندهار مطبوعاتي دفتر وایي، په عملياتو کي د وسلوالو ...

Read More »

پولیسو په میوند کي درې وسله وال وژلي دي

د کندهار پولیسو وايي، د میوند ولسوالۍ په دښت سیمه کي وسله والو پر یوې پوستې حمله کړې او پر مهال يې درې وسله وال وژل سوي دي. خو طالبانو بیا په دې حمله کي د پنځو پولیسو د وژلو ادعا کړې ده. بل خوا د کندهار د پولیسو مطبوعاتي دفتر ویلي، د شاولیکوټ ولسوالۍ په ده باغ سیمه کي ...

Read More »

د بست زون څخه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلو له پاره زیات ځوانان انتخاب سوي دي

د افغانستان کرکټ بورډ د بست زون څخه اته لوبغاړي په خپل لیاقت او استعداد انتخاب کړي دي. د ملي الف لوبډلي کېمپ له پاره د کندهار څخه منیر کاکړ او عبدالباقي او د هلمند څخه دستګیر خان انتخاب سوي. د (۱۹) کلنو ملي کېمپ له پاره د کندهار څخه احمدظاهر، نصیب الله، د هرات څخه عبدالله او د زابل ...

Read More »