هند ته د افغانستان په دوهم صادراتي کاروان کي د لومړي ځل له پاره څه د پاسه څلوېښت ټنه د کندهار انځر صادر سول.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي؛ د لومړي ځل له پاره څه باندي ۸۰ ټنه انځیر او شکرپاره د چابهار بندر له لاري د هند بازارونو ته رسېدلي دي.
هند ته د چابهار بندر له لاري د توکو د صادراتو بهیر له پیلېدو وروسته دا د هيواد د صادراتي توکو دوهمه جوپه ده چي له دې لاري هند ته رسېږي.
بلخوا د چابهار بندر مسئولین د دغو توکو د صادراتو د اداري چارو او بارګیرۍ په برخه کي د لازیاتو اسانتیاوو خبر ورکوي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي ډېر ژر به د چابهار له لاري هند ته یو لوی سوداګریز کاروان روان سي.
له دې مخکي هم د افغانستان۵۷۰ ټنه صادراتي توکي د چابهار بندر له لارې هند ته صادر سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون