د افغانستان د سولي له پاره د واشنکټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مزارشریف کي د اسلامي جمعیت د ګوند د اجرائیوي شورا له رئیس عطامحمد نور او د وحدت اسلامي د ګوند له مشر محمد محقق سره کتلي دي. د ښاغلي نور له دفتره یوه خپره سوې خبرپاڼه وايي، له زلمي خلیلزاد سره په دې لیدنه کي د افغانستان ...
Read More »دای چوپان ولسوالي بیرته افغان ځواکونو ونیول
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحی علوي وايي، د زابل دای چوپان ولسوالي بيرته افغان ځواکونو ونيوله. د علوي په خبره افغان پوځيانو له طالبانو سره سخته جګړه وکړه او وتوانېدل چي هغوی له یادي ولسوالۍ څخه وباسي. علوي وايي چي په جګړه کي ۴۰ وسله وال طالبان وژل سوي دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند زیاتوي، ...
Read More »مېله وال چي نورو ولايتونو ته ځي بايد د هغه ولايتونو په اصولو، فرهنګ او عنعناتو ځان وپوهوي
رپوټ: مهتمم صالح د اختر او نوروز په ورځو کي ډېری کندهاري ځوانان د شمالي ولايتونو او دغه راز لوېديځو او ختيځو ولايتونو ته په مېله ځي. په کندهار کي يو شمېر ځوانان وايي، دغه مېله وال په هغو ولايتونو کي د کندهار نمايندګي کوي، بايد د هغه ولايتونو په اصولو، فرهنګ او عنعناتو ځان وپوهوي او سپکاوی ورته و ...
Read More »د کندهار ښاریان وايي، د چرګانو د بې کیفیته غوښو او هګیو د خرڅولو مخه دي ونیول سي
رپوټ: محمد یار مجروح د فارمي چرګانو د هګیو او غوښو مسئله ځکه ډېره مهمه ده چي د بېلابیلو ناروغیو د اخته کېدو سبب ګرځي. هره ورځ د سرحدي ولسوالیو پر قاچاقي لارو کندهار ته د پاکستان څخه د چرګانو بې کیفیته غوښي او هګۍ راوړل کیږي، چي لا یې هم مخه نه ده نیول سوې. په کندهارکي د مستهلیکینو ...
Read More »وسله والو طالبانو د خپلو بندیانو د ازادولو هر کلی کړی دئ
وسله والو طالبانو د افغان حکومت له زندانونو د خپلو یو شمېر زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دئ. دغي ډلي په یوه اعلامیه کي ویلي چي طالبانو تل د حکومت له نیول سوو کسانو سره د بند پر مهال ښه چلند کړی او د حکومت له خوا د طالب بندیانو د ازادېدو هرکلی کوي، او د دې لړۍ د ...
Read More »په فراه کي د هندواڼو حاصلات په سلو کي ۱۷ ډېر سوي دي
د کرهڼي وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، سږ کال په فراه کي د هندواڼو د کښت کچه په بې ساري ډول لوړه سوې ده. سږ کال د فراه د هندواڼو حاصلات په سلو کي ۱۷ ډېر سوي، چي په مجموع کي يې کچه څه باندي اووه زره، اووه سوه او ۹۱ مټریک ټنو ته لوړه سوي ده. ویل کيږي چي ...
Read More »حاجي ګل محمد پر زعفرانو تر کوکنارو زیاته ګټه کوي
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکی ۶۰ کلن حاجي ګل محمد، چي د زعفرانو په بابا مشهور دئ، وايي، د زعفرانو کرل د کوکنارو په نسبت ډېره کمه خواري غواړي، کمو اوبو ته اړتیا لري خو ګټه یې ډېره ده. نوموړی لومړنی کس دئ چي کلونه مخکي یې د لومړي ځل له پاره زعفران وکرل او په دغه ولایت کي ...
Read More »د اقتصادي جګړې درول په سیمه کي امنیت راوستلای سي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چي په سیمه کي د تاوتریخوالي د کمولو یوازنۍ لار د اقتصادي جګړې درول دي. محمد جواد ظریف دا خبري د دوشنبې په ورځ له خپل جرمني سیال (هایکو ماس) سره تر لیدو وروسته کړي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چي جرمني او اروپایي ټولنه کولای سي، چي د ...
Read More »پاکستاني پوليسو اصف علي زرداري نیولی دئ
د پاکستان پوليسو وروسته له هغه پخوانى ولسمشر او د پيپل ګوند مشر اصف علي زرداري نيولي، چي د فساد په يوه قضيه کي محکمې د هغه د ضمانت غوښتنه رد کړه. د پاکستان د ملي احتساب ادارې له خوا پر اصف زرداري د جعلي بانکي اکاونټونو جوړولو په اړه د احتساب په ځانګړې محکمه کي يوه دوسيه جوړه کړې ...
Read More »په هلمند کي د رایي ورکوني بهیر پیل سوی، خو خلګ د ناامنۍ له امله نوم لیکنه نه سي کولای
رپوټ: جواد داوري د ولسمشريزو ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکني بهیر په داسي حال کي پیلیږي، چي اوس هم خلک د امنیتي اندېښنو له امله نه سي کولاي سي د نوم ثبتوني مرکزونو ته ولاړ سي. مارجه لښکرګاه ته نژدي ولسوالي ده، خو بیا يې هم اوسېدونکي د امنیتي اندېښنو له امله نوم لیکنه نه سي ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون