د کندهار ښاریان وايي، د چرګانو د بې کیفیته غوښو او هګیو د خرڅولو مخه دي ونیول سي

رپوټ: محمد یار مجروح

د فارمي چرګانو د هګیو او غوښو مسئله ځکه ډېره مهمه ده چي د بېلابیلو ناروغیو د اخته کېدو سبب ګرځي.

هره ورځ د سرحدي ولسوالیو پر قاچاقي لارو کندهار ته د پاکستان  څخه د چرګانو بې کیفیته غوښي او هګۍ راوړل کیږي، چي لا یې هم مخه نه ده نیول سوې.

په کندهارکي د مستهلیکینو کمېسیون نن یو ځل بیا د ښار دوکاندارانو ته د آخر ځل له پاره خبر ورکړ، چي نور باید د چرګانو بې کیفیته غوښو او هغه هګیو د خرڅولو څخه ډډه وکړي چي نېټه و نه لري.

د مستهلیکینو د کمېسیون غړی ډاکټر فهیم صافی وايي، د چرګانو ډیري غوښي له پاکستان څخه راوړل کیږي، چي د خوراک پر مهال د بېلابیلو ناروغیو سبب هم ګرځي.

دی وايي، که له دې وروسته دوکانداران دغه ډول بې کیفیته هګۍ او غوښي خرڅي کړي، قانوني چلند به ورسر ه وکړي.

بلخوا د کندهار ښاریان له مسئولینو څخه غوښتنه کوي، چي د بې کیفیته هګیو او غوښو د خرڅلاو مخه ونیسي.

دوی وايي، په ښار کي دي یوازي د هغو غوښو او هګیو ته د خرڅولو اجازه ورکړل سي، چي د هیواد دننه د تولید نښان ولري.
د کندهار ولایتي مسئولینو تر دې وړاندي ویلي وه، چي د پاکستان له لوري د چرګ دبې کیفیته غوښو او هګیو مخه یې نیولې خو لا هم د ښار ډیری دوکانداران په آزادانه ډول د چرګ بې کیفیته غوښي او هګي خرڅوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...