رپوټ: مهتمم صالح
کندهار ښاريان وايي، په اختر کي د کندهار ښار او ولسواليو امنيت ښه وو او دوی په ډاډه زړه د اختر خوشحالۍ ولمانځلې.
دوی د امنيتي ځواکونو څخه خوښ دي او وايي، امنيتي ځواکونو د اختر په شپو او ورځو کي په ټول وس او توان د کندهار امنيت ساتلی وو.
دوی وايي، په سوله کي خير دئ د جګړې ښکېلي غاړي دي د هيواد د پرمختګ او ښېرازۍ له پاره اوربند او سوله وکړي، تر څو خلګ په امن کي ژوند وکړي.
د اختر په ورځو کي په ټول هيواد کي د ګوتو په شمار امنيتي پېښي رامنځته سوي دي، د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونه وايي، د اختر په ورځو کي د افغان ځواکونو تلفات کم وه، چي په دغه ورځو ۱۹ امنيتي کسان وژل سوي او ۱۱ ټپيان دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون