د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلنه ملي لوبډله د ۲۰ کلنو ترمنځ په آسیايي سیالیو کي د ګډون په خاطر پرون ایران هیواد ته ولاړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، چي په دې سیالیو کي به افغانستان د رواني جوزا میاشتي پر ۲۵مه او ۲۶مه د هانګانګ او ایران فوټسال لوبډلو سره په ګروپي سیالیو کي ولوبیږي.
د فوټسال فدراسیون مسئولین وايي چي د فوټسال افغان ملي لوبډله دې سیالیو ته ۲۰ ورځي تمرینونه کي دي او دې سیالیو ته پوره چمتوالی لري.
پروسږ کال دې سیالیو ته د لاري پیداکولو له پاره افغان فوټسال ۲۰ کلني لوبډلي ښې لوبي وکړې او وئې کولای سول، چي دې لوبو ته لاره پيداکړي.
په هغه ټورنمنټ کي افغانستان درې سیالۍ وکړې، چي د ترکمنستان او تاجکستان څخه ئې وګټلې، خو پر ایران ئې بیا بایلل.
د ۲۰۱۹م کال ۲۰ کلنو لوبغاړو ترمنځ په دې آسیايي سیالیو کي د افغانستان په ګډون ۱۲ لوبډلي ګډون لري، چي افغانستان به د لومړي ځل له پاره برخه پکښي واخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون