زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره خپل پلانونه شریک کړل

د افغان سولي له پاره د امريکا ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد د خپلو وروستیو سفرونو او راتلونکو پلانونو په اړه، ولسمشر اشرف غني ته معلومات ورکړل.

له ارګه په يوه را استول سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي زلمي خليلزاد پرون ماښام په ارګ کي له ولسمشر اشرف غني سره وليدل.

په دې کتنه کي زلمي خلیلزاد ولسمشر غني ته د افغان سولي د هڅو په برخه کي پاکستان او اروپا ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل او دغه راز یې د خپلو راتلونکو پلانونو جزئیات هم ورسره شریک کړل.

د ولسمشر غني او ډاکتر خلیلزاد بحث تر ډېره د بین الافغاني ډیالوګ پر پيل متمرکز وو او دواړو لورو په دې برخه کي د جرمني پر رول خوښي وښوده او ژر تر ژره یې د بین الافغاني ډیالوګ د لومړني دور پیلولو هیله څرګنده کړه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...