د افغانستان او پاکستان ترمنځ د (عمل پلان) د کارونو ارزولو له پاره مهمه غونډه نن په اسلام اباد کي کيږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ (د سولي او پيوستون د عمل پلان) پروسږ کال جوړ سوى وو او تر اوسه د بهرنيو چارو وزيرانو او مرستيالانو په کچه څو غونډي په کابل او اسلام اباد کي سوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د دې ناستو ارزولو په خاطر يوه غونډه نن په اسلام اباد کي کيږي.
سرچينې زياته کړې چي په دې ناسته کي د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په مشرۍ افغان پلاوى ګډون کوي، دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال به د خپل هیواد د پلاوي مشري کوي.
د ياد پلان له مخي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سياسي، نظامي، اقتصادي استخباراتي او کډوالو پنځه کاري کمېټې جوړي سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون