په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د ملکیانو په وژل کېدو اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکيلو خواو یې غوښتي، چي د ملکیانو د خونديتوب په اړه خپل مکلفیتونه ادا کړي.
یوناما پرون په خاصه توګه وسله وال مخالفین تورن کړي، چي په روژه کي یې په قصدي ډول ملکیان هدف ګرځولي وه.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپل بیان کي زیاته کړې، چي وسله والو مخالفینو تر ډېره په خپلو بریدونو کي چاودېدونکي توکي کارولي، چي یوازي یې په کابل کي سلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یوناما په بیان کي د ملګرو ملتونو د خاص استازي په حواله راغلي، چي پر ملکیانو بریدونه د هغوی د عاملانو د مشروعیت د له منځه تللو لامل کيږي او هغوی د افغانستان د خلګو د هر ډول استازیتوب له ادعا محروموي.
هغه زیاته کړې چي پر ملکیانو بریدونه جنګي جرمونه او ان د بشریت ضد جنایتونه دي چي د جنګ ښکيلي خواوي یې هېڅ نه سي توجیه کولای.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون