په خاکرېز کي د یوه مسئول په شمول لس وسله وال وژل سوي دي

رپوټ: عبدالحمید هوتکي

په سویل کي د ملي اردو چارواکي وايي، د کندهار په خاکرېز ولسوالي کي د وسله والو طالبانو یو نظامي مسئول ملا محمد مشهور په (بدو جان) چي اکثره وخت به یې پر افغان ځواکونو حملې پلانولې او په ډيرو جګړو کي یې هم برخه اخیستې د ملي اردو په عملیاتو کي وژل سوی.

د ملي اردو د دریمې پلې لوا قوماندان برید جنرال امر محمد افضلي وايي، چي په دغه ساحه کي د یاد طالب قوماندان په ګډون درې تنه وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي دي.

دغه راز چارواکي وايي، په میوند ولسوالي کي هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کي اووه تنه وسله وال وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.

د درېیمي لوا قوماندان وایي، په خاکرېز ولسوالي کي د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات دوام لري او خلک کولای سي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

دی وايي، چي وسله والو طالبانو ته د سولي وړاندیزونه سوي، خو که هغوی سوله ونه مني برخلیک به یې د ملا محمد په څېر وي او د افغان ځواکونو له خوا به ووژل سي.

افغان ځواکونه وايي، د وسله والو طالبانو په وړاندي یې په ډيرو سیمو کي عملیات دوام لري او ځواکونه هڅه کوي چي د طالبانو تر ولکې لاندي سیمي ونیسي.

د دغه عملیاتو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...