رپوټ: محمد یار مجروح
له شبرغان، مزار شریف، جلال آباد او هرات راوروسته کندهار پنځم ولایت دي چي اووم افغان ترک ښوونځي پکښي تړل کیږي او د ترکیې هیواد ته سپارل کیږي.
د افغان ـ ترک ښوونکي شکایت کوي چي افغان ځواکونو نن ( دوشنبه) سهار وختي په زور له ښوونځی څخه ایستلي او د دوی ښوونځی یې د ترکیې هیواد سپارلی دی.
د ښوونکو به خبره د افغان ـ ترک ښوونځیو درسي بهیر پیاوړی دی خو نه پوهیږي چي افغان حکومت ولي دغه ښوونځي تړي.
افغان ـ ترک ښوونځي له تیرو ۲۳ کلونو راهیسي د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کي فعالیت کوي چي لسګونه زره زده کوونکي یې روزلي دي٬ خو د حکومت د نوي اقدام لمخي یاد ښوونځي باید وتړل سي.
که څه هم تر اوسه د افغان ـ ترک شخصي ښوونځیو د تړلو خاص علت ندی په ډاګه سوی خو یو شمېر لوړ پوړي مسؤلین یې د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي اړیکي بولي.
یو شمېر والدین او د افغان ترک پخواني زده کوونکي وايي، د یوې سیاسي موافقې او مشخصي تګلاري له لاری باید دغه سسټم ته تغیر ورکول سوی وای.
دوی له حکومته غوښتنه کوي چي د پوهني بهیر دي د سیاست نه قرباني کوي.
د افغان ترک ښوونځیو د مؤسیسې پر مشر فتح الله ګولن تور دي چي داردغان پر حکومت کودتا کي يې لاس درلود.
که څه هم دغه مؤسیسې ته په افغانستان کي د ۴۹ کلونو لپاره د فعالیت اجازه ورکول سوې ده خو د دواړو هیوادونو تر منځ دوه کاله مخکي یوتفاهم لاس لیک سوی چي په دغه هیواد کي ټول افغان ـ ترک ښوونځي باید د ترکیې هیواد ته وسپارل سي.
بلخوا د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د ښوونکو هغه ادعاوي ردوي چي ګواکي له ښوونځی څخه دي په زور ایستل سوي وي.
دده په خبره ترکیې هیواد ژمنه ورکړې چي په کندهار کي به دغه ښوونځي په عصري تکنالوژۍ سمبال کړي.
مرستیال والي وايي، دغه ښوونځي ېې د والدینو او زده کوونکو په خوښه د ترکیې هیواد ته سپارلی دی.
په افغانستان کي د افغان ـ ترک ښوونځیو د تړل کېدو د پيل راهیسي زیات شمېر ترکي ښوونکي نورو هیوادونو ته پنا وړې، یو شمېر بندیان سوي او د پاته ښوونکو برخلیک لا هم ندی معلوم.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون