د کندهار په ډنډ ولسوالي کي چاودنه سوې ده

د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کي د سړک غاړي ماین چاودني له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل سوي دي.

دغه چاودنه نن د یادې ولسوالۍ په پانیزو سیمه کي رامنځته سوې ده.

د کندهار پولیس وايي چي د ملکي وګړو فیلډر موټر له سیمي څخه د تېرېدو په حال کي وو، چي له یوې امنیتي پوستې سره نږدې د سړک د غاړي ماین چاودنه پر سوي.

د پيښي سیمه د کندهار هوايي ډګر ته په نږدې فاصله کي موقعیت لري.

ډنډ ولسوالي چي یو مهال د کندهار له امن سیمو څخه بلل کېده، له تېرو ۳ میاشتو راهیسي پکښي امینتي پيښي زیاتي سوي دي.

په دغه سیمه کي درې ځله د هوايي ډګر پر ساتونکو نړیوالو عسکرو هم د ماین چاودني سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...