د افغاني او پاکستاني پلاوي تر منځ د عمل پلان د ارزوني غونډه وسوه

د سولي او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزوني لومړنۍ غونډه نن په اسلام اباد کي وسوه.

پاکستان هغه ځای دئ چي د کابل په باور په وار وار هلته د افغانستان په خاوره کي د بریدونو طرحي جوړي سوي، د دوشنبې په ورځ د سولي او پیوستون له پاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزولو د لومړنۍ غونډي کوربه وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، چي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په مشرۍ پلاوي له خپل پاکستاني سیال سهېل محمود په مشرۍ پلاوي سره ولیدل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي، چي د دواړو هيوادونو د اړیکو ښه والی د محمود د خبرو اساسي برخي وې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...