د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دغه هیواد کي د داعش ډلي فعالیتونه د پخوا پرتله په کمزوري حالت کي دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف وايي، چي دا ډله د ننګرهار او کونړ په ځینو سیمو کي لا هم فعالیت لري، خو وایي چي په نورو سیمو کي د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کي ځپل سوې ده.
د افغانستان دفاع وزارت تر دې څرګندونو یوه ورځ دمخه په افغانستان کي مېشت د امریکا یوه استخباراتي چارواکي ویلي وه، چي داعش ډله له افغانستانه لوېديځ په تېره بیا امریکا ګواښي.
داعش ډله دا مهال د افغانستان د شمال او ختیځ په ځینو سیمو کي فعالیت لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون