افغان ځواکونو د درو پاکستانیانو په شمول دېرش طالبان وژلي دي

افغان چارواکي د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کي د درو پاکستاني اتباعو په ګډون د دېرشو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته په یوه استول سوي پیغام کي ویلي، چي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دوشنبې په شپه د شېرزاد په کوديخيلو سیمه کي د طالبانو پر مرکزونو عملیات وکړل.

ده وویل، په دې عملیاتو کي د بدري په نوم د وسله والو طالبانو د سرې قطعې دېرش کسیز ګروپ وژل سوی، چي په دې کي درې پاکستاني اتباع چي قوماندانان یې وه، هم وژل سوي، د ولایت په کچه د دوی مخابراتي دستګاه تخریب سوې ده او دغه راز یې دوه مرکزونه چي په هغه کي موټر، وسلې او مهمات وه، له منځه وړل سوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...