رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار د ټاکنو رئيس محمدهاشم درانی وايي، تقویتي نوم لیکنه به ددغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو او د ښار په ۱۱ مرکزونوکي کیږي او زیاتوي چي په دغه برخه کي به د تېر په څېر ستونزي نه تکراریږي.
دی وايي، په ټول کندهار کي ۲۸ مرکزونه سته، چي ټول کسان چي دمخه يې نوم لیکنه نه وي کړې، اوس يې کولای سي.
دغه راز درانی وايي، هغه نوم ليکني چي د ولسي جرګې د ټاکنو له پار سوي دي، اعتبار لري او اړتيا نه سته چي دوهمه نوم ليکنه وکړي.
دی وايي، پرون شاوخوا ۱۵۰ کسانو په ټول کندهار کي نوم ليکنه کړې ده.
د ده په خبره اوس يوازي هغه کسان نوم ليکنه کوي، چي يا تازه اتلس کلنۍ ته رسېدلي وي او يا هم بې ځايه سوي وي.
بلخوا هغه کسان چي نوم ليکنه کوي وايي، دوی غواړي په ټاکنو کي برخه واخلي او د ځان له پاره داسي رهبر وټاکي، چي د هيواد د ښېرازۍ له پاره کار وکړي.
د کندهار مرستیال والي ويلي وه، د ولسمشریزو ټاکنو اکمالات به د ولسي جرګې ټاکنو په څېر افغان ځواکونه کوي.
دی همدارنګه ډاډ ورکوي چي د ټاکنو په ورځ به په امنیتي برخه کي کومه ستونزه نه وي، خو زیاتوي چي د ټاکنو کمېسیون باید د تیرو ټاکنو د ستونزو د تکرار مخه ونیسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون