راپورونه

روسیه د وسلو د کنټرول تړون پرېښولو ته چمتو ده

د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین وايي، که چيري امریکا د نوي پیل په نوم د وسلو د کنټرول د تړون په نوي کولو کي لېوالتیا نه لري، روسیه د دې تړون پرېښودلو ته چمتو ده. پوتین په سېنټ پټرزبورګ ښار کي د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کي ویلي، چي دوی اړتیا نه لري چي دا تړون وغځوي، ځکه ...

Read More »

افریقايي ټولني د سوډان غړیتوب و ځنډاوه

افریقايي ټولني وروسته له هغي په دې ټولنه کي د سوډان غړیتوب وځنډاوه، چي د دې هېواد واکمنو په پلازمېنه کي د ډموکراسۍ پلوو اعتراض کوونکو پر ضد یې ځپونکي او له تاوتریخوالي ډک اقدامات وکړل، چي دې اقداماتو لسګونه کسان وژلي. افریقايي ټولني د پنجشنبې په ورځ وویل، د سوډان د اوسني بحران د هواري له پاره یوازينۍ لار ...

Read More »

امت خیریه ټولني په کندهار کي د ۹۵۰ غریبو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

په کندهار کي د امت خیریه ټولني د هغو ۹۵۰ کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته وکړه، چي غریب او معلول کسان وه. دغه مرسته چي د هري کورنۍ له پاره شپږ قلمه خوراکي توکي دي، ۱۲زره افغانی بیه لري. د دې ټولني مشر مولوي محمود حقاني وايي، په دغه مرسته کي وريجي، بوره، غوړي او نور اړین توکي موجود ...

Read More »

په ننګرهار کي د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ سو

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کي راغلي، چي د دې ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په غني خيلو ولسوالي کي د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ او يو شمېر نشه يي مواد، وسلې او مهمات يې ونیول. په یوه بله پېښه کي پولیسو په سرخ رود ولسوالي کي د درمل جوړولو پر یوه ...

Read More »

په غزني کي د عمومي نوم لیکني پروسه شروع سوه

د انتخاباتو د رایي ورکولو د تقويتي نوم لیکني بهیر د افغانستان په ۳۳ ولایتونو او د عمومي نوم لیکني پروسه یوازي په غزني کي سر له ننه، چي د غبرګولي اتلسمه نېټه ده، رسماً پیليږي. د رايي ورکولو پر شرايطو برابر هغه کسان هم پکښي شامل دي، چي تازه هيواد ته را ستانه سوي وي، یا د ولسي جرګې ...

Read More »

په کابل ښار کي چاودنه سوې ده

عیني شاهدان وايي، د کابل په دارالامان سړک کي د اداري اصلاحاتو د کمېسیون پر یوه کاسټر موټر برید سوی دئ، چي تر اوسه د چاودني نوعیت نه دئ معلوم. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالفرید احمد وايي، چي په دې پېښه کي د دې ادارې ۵ تنه کارکوونکي وژل سوي او ۸ نور ټپیان دي. ...

Read More »

افغانستان او چین له تعرفې پرته د انارو د صادرولو د چمتووالي اعلان وکړ

افغانستان او چین د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې او له تعرفې پرته چین هیواد ته د افغانستان انارو د صادرولو د چمتووالي اعلان وکړ. دغه مطلب په هغه خبرپاڼه کي راغلى چي د افغانستان د ماليې وزارت له خوا رالېږل سوې ده. سرچينه کاږي، د مالیې وزارت سرپرست او د زیربنا په چارو کي د ولسمشرۍ ستر سلاکار د افغانستان ...

Read More »

سږ کال اختریز توکي سم بازار نه لري

رپوټ: مهتمم صالح هر کال د اختر په راتګ سره په کندهار ښار کي په زياته اندازه وچه او لنده مېوه او دغه راز نور اختريز خوراکي او غير خوراکي توکي رانيول کيږي، تر څو د اختر خوښي په دغه ډول ولمانځي. د اختريزو خوراکي توکو خرڅوونکي وايي، د پروسږ کال په پرتله توکي بازار نه لري، او تر اوسه ...

Read More »

قطر؛ د ایران په وړاندي د سیمه ییزو شخړو د ډېرېدو په برخه کي د وروستۍ غونډي نتایج ردوي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وایي چي دوحه په مکه کي د ایران په وړاندې د سیمه ییزو شخړو د ډېرېدو په برخه کي د وروستۍ غونډي نتایج ردوي، ځکه په دې اړه له دوحې سره مناسبي سلا مشورې نه دي سوي. سعودي عربستان د تېري اوونۍ په پای کي په مکه کي د دروو مهمو غونډو کوربه وو. ...

Read More »

امریکا بېله کومه شرطه له ایران سره خبري کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، هیواد یې حاضر دئ، چي له کوم مخکني شرط پرته له ایران سره خبري وکړي. په داسي حال کي چي په دې وروستیو کي د امریکا او ایران ترمنځ اړیکي تر بل هر وخت ترینګلي سوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مخکني شرط پرته له ایران سره د خبرو په اړه ...

Read More »