په غزني کي د عمومي نوم لیکني پروسه شروع سوه

د انتخاباتو د رایي ورکولو د تقويتي نوم لیکني بهیر د افغانستان په ۳۳ ولایتونو او د عمومي نوم لیکني پروسه یوازي په غزني کي سر له ننه، چي د غبرګولي اتلسمه نېټه ده، رسماً پیليږي.

د رايي ورکولو پر شرايطو برابر هغه کسان هم پکښي شامل دي، چي تازه هيواد ته را ستانه سوي وي، یا د ولسي جرګې په تيرو انتخاباتو کي له نوم ‌لیکني پاته سوي او یا یې هم روان کال قانوني سن اتلس کلنۍ ته رسېدلی وي، د تقويتي نوم لیکني په بهیر کي ګډون کوي.

د تقويتي نوم لیکني بهیر په ۳۳ ولایتونو کي او د رايي ورکوونکو عمومي نوم لیکني بهير يوازي په غزني کي له نن څخه، چي د غبرګولي اتلسمه نېټه ده، د چنګاښ د مياشتي تر لومړۍ نېټې رسماً دوام کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس (حبیب الرحمان ننګ) پرون ماخستن رسنیو ته وويل، په دې اړه چمتووالی لري او په سلو کي اتيا د نوم لیکني مواد ولایتونو ته انتقال سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...