افریقايي ټولني د سوډان غړیتوب و ځنډاوه

افریقايي ټولني وروسته له هغي په دې ټولنه کي د سوډان غړیتوب وځنډاوه، چي د دې هېواد واکمنو په پلازمېنه کي د ډموکراسۍ پلوو اعتراض کوونکو پر ضد یې ځپونکي او له تاوتریخوالي ډک اقدامات وکړل، چي دې اقداماتو لسګونه کسان وژلي.

افریقايي ټولني د پنجشنبې په ورځ وویل، د سوډان د اوسني بحران د هواري له پاره یوازينۍ لار دا ده، چي له واکمني پوځي شورا څخه واک ملکي چارواکو ته انتقال سي.

د سوډان واکمني انتقالي پوځي شورا منلې، چي د جون پر درېیمه نېټه په پلازمېنه خرطوم کي له دفاع وزارت څخه بهر د اعتراض کوونکو پر کمپ د امنیتي ځواکونو یرغل کي دېرش کسان وژل سوي دي.

خو له اپوزیسيون سره تړلو طبي ادارو ویلي، ۱۰۸ کسان وژل سوي او وايي چي د نیل له سینده تر ۴۰ زیات جسدونه ایستل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...