د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوګیاڼی وايي، چې د نوموړي پر موټر باندي تیره ورځ شااوخوا درې بجې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کي ځانمرګی برید وسو، چي عبدالظاهر حقاني او موټر چلوونکی یې پکښي ووژل سول. نوموړي زیاته کړه چي په دغه برید کي ۹ ملکي وګړي هم ټپيان سوي دي. دا په داسي حال کي ده ...
Read More »کندهار: ددي ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ پر امنې قومندانۍ او د شهرا پر پولیسو وسله وال برید سوی
د کندهار د امنې قومندانۍ ویاند رسنیو ته وویل، چي تیره شپه شاوخوا ۰۹:۰۰ بجې د کندهار ولایت د سپینبولدک د امنیه قوماندانۍ د لویي لاري پر لوا چاودنه او د دوو حمله کوونکو لهخوا حمله وسوه. یوې بلي امنیتي سرچیني بیا ویلي، چي په دي برید کي درې پولیس وژل سوي دي. طالبانو د سپین بولدک د تېري شپې ...
Read More »فاریاب: په دي ولایت کي د طالبانو نومول سوی والي ووژل سو
چارواکي وایي، د تش په نامه د طالبانو والي ذبیح غازي د شیرین تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کي وژل سوی. د فاریاب ولایت د امنیه قومانداني ویاند عبدالکریم یورش وایي، د ذبیح غازي په ګډون د وسهل والو طالبانو ۱۲ غړي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل سوي. ښاغلي یورش زیاته کړه، چي د عملیاتو په ترڅ ...
Read More »تر ۱۳۹۸ کال پوري به افغان ځواکونه ډير پیاوړي سي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په موخه د څلور کلني امنیتي پلان د پلي کېدو لپاره هلي ځلي رواني دي او تر ۱۳۹۸ کال پوري به افغان ځواکونه په بې ساره توګه پیاوړي سي. نوموړي دغه څرګندونې نن د ملي شورا د ۱۶مي تقنیني دوري د کلنۍ غونډي د پرانيستي په ...
Read More »په خوست کي د چاودیدونکو توکو ډک ایم بي موټر نیول سوی
بشپړ راپور: سردار زیارمل د خوست د ملي اردو ۲۰۳ تندر قل اردو د لمړۍ پلي لوا قومانداني وايي، چي سرتیرو یې د کشفي مالوماتو پر بنسټ د چاودیدونکو توکو څخه ډک اېم بي موټر له چاودنې وړاندې خنثی کړ . د ملي اردو لمړۍ پلي لېوا منسوبینو رسنیو ته وویل، چي دغه موټر بم یې د اسماعیل خیلو او ...
Read More »د هلمند په جګړه کي د پولیسو او ملي اردو ترڅنګ د ملي امنیت په چوکاټ کي د پارتیزاني ګروپ جوړ سوی دی، چي د جګړې پر کرښه د امنیتي چارواکو په وینا اغیز يې کړی دی
راپور: جواد داوري تیر کال هغه مهال چي هلمند کي جګړو شدیدت ونیوی د ملي امنیت په چوکاټ کي د پارتیزاني ګروپ په نوم نوی امنیتي ځواک جوړ سو چي د دوی جوړښت د وسله والو طالبانو په جامو او شخصيی موټرو کي و. دغه سرتیري چي د هلمند په دښتي او له ښارونو څخه په لیری سیمو کي ځاي ...
Read More »روزګان: ښاري ګارنیزون د غیري قانوني کړنو په مخنیوي کي بې ساري اقدامات پیل کړي
راپور: اجمل وصال د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ کي د ناامنیو سره خوا کي غلاوي، سړي تښتوني او وژني زیاتي سوي چي ولایتي ادارې د ښار امنیت خوندیتوب ته د ګډو افغان ځواکونو یو ګارنیزون جوړ کړی او کار پېل کړ. مسٔوولین وايي، بې توپيره؛ د زورواکو او عامو وګړو سره قانوني چلند کوي، د ټولو موټرو توري هینداري سپینوي ...
Read More »په کندهار کي د دوه ویشت میلیونو ډالرو په ارزښت د اسنتادي دیوال پروژه ګټي اخیستني ته وسپارل سوه
راپور: محمد یار مجروح یاد استنادي دیوال د ارغنداب رود په دواړو طرفونو کي د ۳۱ کیلومتره په اندازه رغول سوی چي د مسٔوولینو به خبره د دیوال په جوړیدو سره شاوخوا ۲۸ سوه جریبه مځکه د سیلاب له اوبو څخه خوندي سوه. د کلیو د بیا رغوني او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي په کندهار کي د دغه پروژې ...
Read More »په جنوب کي د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، په کندهار کي رسنۍ د اړتیا سره سم ښځینه خبریالاني نه لري
راپور: سید حمید هاشمي د مسٔولینو په خبره په دغه ولایت کي تر ناامنۍ وروسته ناوړه دودونه او نور محدودیتونه هغه ستونزي دي چي له امله يې ښځي په رسنیو کي کار نسي کولای. په کندهار کي د ښځو د ورځي په مناسبت د رسنیو ښځینه کارکوونکي وستایل سوې. مطبوعاتي بنسټونه وايي، چي په کندهار کي د دوه تلویزیونه، څوارلس ...
Read More »خوست: په دي ولایت کي د موټر بم بریم مخه ونیول سوه
د کورنیو چارو وزارت وایي، په خوست ولایت کي یې امنیتي او دفاعي ځواکونو د دولت ضد وسله والو د موټر بم برید پلان شنډ کړی دی. د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي ترهګري ډلي غوښتل د هاموي ټانک په وسیله په دي ولایت کې ځانمرګي برید ترسره کړي. خبرپاڼه زیاتوي، چي ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون