افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په موخه د څلور کلني امنیتي پلان د پلي کېدو لپاره هلي ځلي رواني دي او تر ۱۳۹۸ کال پوري به افغان ځواکونه په بې ساره توګه پیاوړي سي.
نوموړي دغه څرګندونې نن د ملي شورا د ۱۶مي تقنیني دوري د کلنۍ غونډي د پرانيستي په مراسمو کي د وینا پر مهال وکړه.
د ولسمشر په وینا، د سرتاسري امنتیت د ټېنګښت لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا حتمي وباله او زیاته یې کړه چي څلوېښت کړکېچونو ته د پای ټکی کېښودلو لپاره د امنیتي او دفاعي ښه روزنه او تجهیز اړینه ده او د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره په امنیتي او دفاعي سکټور کي دي اصلاحات راوستل سي.
د سولي د هلو ځلو په هکله ولسمشر غني وویل، چي سوله د افغان ولس هیله ده خو له بده مرغه هېواد دا مهال له تحمیلي جنګ سره مخ دي.
ولسمشر غني په همدي حال کي ټینګار وکړ چي د هېواد د دفاع په خاطر باید د سوې شیبې لپاره هم باید تعلل او غفلت ونه سي او امنیتي او دفاعي ځواکونه باید تل د هېواد د دفاع لپاره چمتووالی ولري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون