بشپړ راپور: سردار زیارمل
د خوست د ملي اردو ۲۰۳ تندر قل اردو د لمړۍ پلي لوا قومانداني وايي، چي سرتیرو یې د کشفي مالوماتو پر بنسټ د چاودیدونکو توکو څخه ډک اېم بي موټر له چاودنې وړاندې خنثی کړ .
د ملي اردو لمړۍ پلي لېوا منسوبینو رسنیو ته وویل، چي دغه موټر بم یې د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې په سیمه کې نیولی دی خو په تړاو یې تر دامهاله څوک ندي نیول سوي .
ددغه ولایت د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قل اردو د لمړۍ پلي لېوا قوماندان ډګروال خلیل الله خلیل رسنیو ته وویل، چي د غه ام بي موټر بم یې د کشفي راپورونو پر بنسټ د خوست د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د اورزې په سیمه کې کشف کړ .
دده په وینا ، پدغه ایم بي موټر کي شاوخوا څلور ټنه چاودیدنکي توکي ځای پر ځای کړی سوي وه چي موخه یې په خوست ښار کي د خونړي برید رامنځته کول و .
د یادولو ده چي تردي وړاندي خوست امنیه قوماندنۍ پولیسو هم د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کي د یاد ولایت په موسی خیلو ولسوالۍ کي ، له چاودیدونکو توکو څخه ډک یو صرف موټر نیولی وو .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون