چارواکي وایي، د تش په نامه د طالبانو والي ذبیح غازي د شیرین تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کي وژل سوی.
د فاریاب ولایت د امنیه قومانداني ویاند عبدالکریم یورش وایي، د ذبیح غازي په ګډون د وسهل والو طالبانو ۱۲ غړي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل سوي.
ښاغلي یورش زیاته کړه، چي د عملیاتو په ترڅ کي د وسله والو طالبانو یو شمېر غړي ټپيان هم سوي دي خو نوموړی د کره شمېر په اړه څه نه وایي.
هغه دا هم وویل، چي د وسله والو طالبانو اړوند یو شمېر وسلي او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د دولت ضد وسله والي ډلي د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.
فاریاب د افغانستان په شمال کي هغه ناامنه ولایت دی چي وخت په وخت د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو د نښتو راپورونه خپرېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون