د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوګیاڼی وايي، چې د نوموړي پر موټر باندي تیره ورځ شااوخوا درې بجې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کي ځانمرګی برید وسو، چي عبدالظاهر حقاني او موټر چلوونکی یې پکښي ووژل سول.
نوموړي زیاته کړه چي په دغه برید کي ۹ ملکي وګړي هم ټپيان سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي څه موده مخکي هم د نوموړي کورته نږدې ورباندي ځانمرګی برید سوی وو چي نوموړی له بریده روغ ووتلی وو خو یو ورور یې پکښې ووژل سو.
تر دامهاله د دغه مسٔولیت کومي ډلي په غاړه نه دی اخیستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون