د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړی مصطفی ځاځی د ټایلنډ له فرای یونایټېډ لوبډلي سره یوځای سوی. د افغانستان د فوټبال له فدراسیون څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي فرای یونایټېډ (Phrae United) لوبډله چي د شمالي تایلند په درېيم لیګ کي حضور لري، له دغي لوبډلي سره يې د مصطفی ځاځي د ...
Read More »د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلي ددې هیواد د کرکټ بورډ په وړاندي بغاوت وکړ
د کریک انفو ویب پاڼي د خبر له مخي، د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي خپل کرکټ بورډ سره د معاش د ځنډیدولو په سر په جنجال سوي دي. د معلوماتو له مخي، د دغه لوبډلې لوبغاړو د زیمبابوې کرکټ بورډ ته نهايي شرط ایښی، چي د جون میاشتې ۲۵ مې نیټې څخه باید ورته خپل ښه معاش او د ...
Read More »افغان کرکټ ملي لوبډلي بنګلدیش ته په ۴۵ منډو ماته ورکړه
افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې جوړي کړې خو بنګله دېش ونکړای سول هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې د ۱۲۲ منډو په جوړولو سره وسوځېدل. په افغان لوبغاړو کې شهزاد محمدي په ۳۷ توپونو ۴۰، سميع الله شينواري په ۱۸ توپونو ۳۶، عثمان غني په ۲۴ توپونو ۲۶، اصغر ستانکزي ...
Read More »افغان کرکټ ملي لوبډله نن شپه د بنګلدیش په وړاندي لوبیږي
د افغانستان د کرکت بورډ چارواکي وايي، چي ددې سیالیو لپاره افغان ټیم ۴۰ ورځي تمرینات د توپ اچوني، توپ وهني او توپ نیوني په برخو کي ترسره کړي. وړمه ورځ افغان الف ټيم د بنګله دېش ملي ټيم ته په یوه تمریناتي لوبه کي ماته ورکړه، چي په هغه لوبه کي حضرت الله ځاځی په توپ وهنه کي ښه ...
Read More »حضرت ځاځی د بنګلدیش سره د شل اوریزو لوبو په نوملړ کي شامل سو
د افغانسنان کرکټ بورډ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي حضرت ځاځی چي د افغانستان د کرکټ یو ځوان استعداد دی له بنګله دیش سره په وروستۍ تمریناتي لوبه کي ښه وځلید او ۶۹ ناسوځیدلې منډې یې تر سره کړې. نو د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې په ځانګړي سپارښت سره ېې نوم د بنګله دیش پر ...
Read More »په کندهار کي د کرکټ د روژې میاشتي شپنۍ سیالیو په لړ کي هیواد تلویزیون کرکټ لوبډلي شهید احسان لوبډلي ته ماته ورکړل
هر کال په کندهار کي د روژۍ په میاشت کي شپنۍ سیالۍ ترسره کیږي، چي سږ کال یو ځل بیا د کندهار ښار په عینو مېنه کي دا سیالۍ په لاره اچول سوي دي. ددې سیالیو په لاره اچوونکی جاوید احمد کاکړ وايي، چي په دې سیالیو کي ۴۰ لوبډلي ګډون لري، او هر لوبډله په ګروپي شکل څلور لوبي ...
Read More »سبا یکشنبه افغان کرکټ لوبډله به له بنګلدیش سره لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، سبا یکشنبه د جون پر دوهمه د شل اوره کرکټ په سیالیو کي، د بنګله دېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي. د شل اوره کرکټ د دریو سیالیو دا لړۍ په هند کې پیلېږي. سیالۍ به د هند په دهرادون ښار کي د راجیف ګاندي په نړیوال سټیډیوم کي د افغانستان ...
Read More »چنای سوپر کېنګز د هند غوره ليګ IPL اتله سول
چنای سوپرکېنګز لوبډلې د هند غوره ليګ سياليو پايلوبه کې سنرايزرز حيدراباد لوبډلې ته په اتو وېکټو ماته ورکړه او د دغو سيالیو پايلوبه يې وګټله. دا درېيم ځل دی چې چنای سوپرکېنګز لوبډله دغه اتلولي ګټي. د تیري شپې د لوبي پچه چنای سوپر کېنګز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ توپ اچوونې پرېکړه وکړه. سنرايزرز لوبډلې په ...
Read More »ریال ماډریډ د ۱۳ ځل لپاره د اروپا اتلانو سیالیو اتلولي خپله کړل
د اروپا اتلانو لیګ چي هر کال د نړۍ د ۳۲ غوره فوټبال ټيمونو ترمنځ ترسره کیږي ریال ماډریډ او لیورپول یې پایلوبي ته لاره پيداکړې وه. تیره شپه یې پایلوبه د ریال ماډریډ او لیورپول ترمنځ ترسره سوه، چي ریال ماډریډ ۳ ګولونه پر ۱ لیورپول ته په ماتي ورکولو سره د یاد کپ اتلولي خپله کړه. د لیورپول ...
Read More »نن چینای د حیدر اباد لوبډلي سره د ۲۰۱۸ کال IPL وروستۍ لوبه ترسره کوي
د هندوستان هیواد د کورنیو تجارتي شل آوریزه (IPL) سیالیو پایلوبه نن ماښام د کابل په وخت ۶ بجي د حیدرآباد او چیناي کرکیټ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.. د هند یاد کورنۍ تجارتي لیګ کابو ۴۵ ورځي مخکي د ۸ غوره کرکیټ لوبډلو ترمنځ پیل سو، چي په ترڅ کي یې د راشد او محمدنبي ټیم حیدرآباد د ډوهني د ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون