د فوټبال ملي لوبډلي غړی مصطفی ځاځی د فرای یونایټیډ لوبډلي سره یو ځای سو

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړی مصطفی ځاځی د ټایلنډ له فرای یونایټېډ لوبډلي سره یوځای سوی.

د افغانستان د فوټبال له فدراسیون څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي فرای یونایټېډ (Phrae United) لوبډله چي د شمالي تایلند په درېيم لیګ کي حضور لري، له دغي لوبډلي سره يې د مصطفی ځاځي د یوځای کېدنې په اړه خبر ورکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې مصطفی ځاځي تر دې وړاندې په یوې بلي درېيم درجې لوبډلې چاچوګنجسو (Chacheongsao) سره لوبه کوله.

په دغه لوبډله کي تر ښه ځلېدا وروسته د فرای یونایټېډ لوبډلي مشرانو پام ورواوښت او خپلي لوبډلي ته يې وغوښت.

د فوټبال د ملي فدراسیون په وینا، د فرای لوبډلې رسمي وېبسايټ په دې اړه ویلي، چي د دغه خلاق هافبک لوبغاړي په پېرلو سره غواړي له درېيم لیګ څخه دویم لیګ ته لار پيدا کړي.

په خبرپاڼه کي راغلي دي، چي دغه هافبک لوبغاړی به اووم نمبر کمیس پر غاړه کړي او د فصل تر اخر پوري به له دغي لوبډلې سره پاته سي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...