د کریک انفو ویب پاڼي د خبر له مخي، د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي خپل کرکټ بورډ سره د معاش د ځنډیدولو په سر په جنجال سوي دي.
د معلوماتو له مخي، د دغه لوبډلې لوبغاړو د زیمبابوې کرکټ بورډ ته نهايي شرط ایښی، چي د جون میاشتې ۲۵ مې نیټې څخه باید ورته خپل ښه معاش او د لوبي ټاکلی فیس ورکړي، ګنې د اسټرالیا او پاکستان خلاف ۲۰ اوریزه سیالیو کي د لوبیدو څخه وړاندې به پریکون وکړي.
د لوبغاړو لخوا یې کرکټ بورډ داسې مهال ننګول کیږي، چې په راتلونکې جولايي میاشت کې د اسټرالیا او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو کوربه توب لپاره د درې اړخیز سیریز ته تیاری نیول کیږي، خو د لوبغاړو په وینا که له هغه وړاندي یې تنخواګاني ورنکړل سي، نو دوي د دغه لوبډلې سره پریکون کوي.
ویل کیږي، دغه لوبغاړو د تیرو ۳ میاشتو معاش هم نه دی ترلاسه کړی او هم یې د تیر کال د جولايي میاشتي د لوبو فیسونه نه دي ورکړل سوي.
بل خوا د زیمبابوې د کرکټ بورډ د رسنیو برخې مسول کریک انفو سره په خبرو کې ویلي، د لوبغاړو د پخلاینې لپاره یې هڅه روانه کړې ده او تمه کیږي، چي په روانه اونۍ کي یې د معاشونو د ورکړي لړۍ هم پیل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون