چنای سوپرکېنګز لوبډلې د هند غوره ليګ سياليو پايلوبه کې سنرايزرز حيدراباد لوبډلې ته په اتو وېکټو ماته ورکړه او د دغو سيالیو پايلوبه يې وګټله.
دا درېيم ځل دی چې چنای سوپرکېنګز لوبډله دغه اتلولي ګټي.
د تیري شپې د لوبي پچه چنای سوپر کېنګز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
سنرايزرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کي د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالي لوبډلي ته د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.
د سنرايزرز حيدراباد لوبډلي لپاره کېن وېليمسن تر ټولو ډېرې منډې وکړې چي په ۳۶ توپونو يې ۴۷ منډې وکړې.
د ده تر څنګ يوسف پټان ۴۵، شېکر دهون ۲۶، شکېب الحسن ۲۳ او کارلوس برتوېټ ۲۱ منډې وکړې.
د چنای سوپر کېنګز لوبډلې توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه او سياله لوبډلې يې پرېنښوده چې ډېرې منډې وکړې. لونګي، ټاکور، شرما، براوو او جډېجا د سنرايزر لوبډلې يو يو لوبغاړی وسوځاوه.
همدا ډول د چنای سوپرکېنګز لوبډله د توپ وهنې په ډګر کې ډېر ښه وځلېده، شېن واټنس ناسوځېدلې په ۵۷ توپونو ۱۱۷ منډې جوړې کړې. په ای پي اېل سياليو کې دا د نوموړې څلورمه سليزه ده.
لکه څنګه چې تمه کېده د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې توپ اچوونکو ښه لوبه ونه کړه په ۱۹ اورونو کې يې يوازې دوې وېکټې واخيستې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون