مشرانو جرګه وایي، چي افغانستان ته د نورو بهرنیو سرتیرو د را استولو پر ځای دي سولي ته کار وسي

د جرګې یو شمېر غړي وايي، چي افغانستان ته د ناټو لخوا اضافي سرتیري استول روانې جګړه پای ته نسي رسولای او د اضافي سرتېرو پر ځای دي افغان ځواکونه تجهیز او د سولې هڅې ګړندۍ سي.

په هېواد کي د وروستیو پېښو له امله امنیتي وضعیت خراب سوی او ډیری ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو د کموالي له امله له سقوط سره مخ دي.

تازه د ناټو غړو هېوادنو پرېکړه کړې چي په افغانستان کي د روان وضعیت ښه کېدو لپاره افغانستان ته اضافي سرتیري استوي.

د مشرانو جرګې د ناټو پر دغه څرګندونو غبرګون ښودلی دی او افغانستان ته یې د نورو سرتېرو له را لېږلو سره مخالفت ښودلی دی.

دوی پر حکومت هم غږ کړی، چي د اضافي سرتېرو د راتګ پر وړاندي دي غبرګون وښيي او له نړیوالو دي وغواړي چي د سولې او افغان ځواکونو د تجهیز په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...