د رزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کي د کابل بانک د ساتونکو مسؤل د یاد بانک د رئیس په ګډون ۴ کارکوونکي په ډزو وژلي او ۲تنه نور يي ټپيان کړي دي.
سیمه ایز چارواکي وايي، چي د ساتونکو مسؤل له یادو کارکوونکو سره لومړی لفظي شخړه کړې او وروسته یې بیا د بانک پر کارکوونکو ډزې کړي چي یادو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه پېښه نن ماسپښين شااوخوا یوه بجه رامنځته سوې ده.
نوموړی وايي، د یادې پېښي په تړاو يې د ګارد مسؤل او یوشمېر نور کسان نیولي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون