پکتیا: د وسله والو د برید په پایله کي ۳ کسان وژل سوي دي

دغه وسله واله نښته نن یکشنبه سهار مهال ۹نیمي بجې د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ د ترکنۍ په سیمه کې هغه مهال رامنځته سوې چي د اریوب ځاځیو ولسوالۍ پولیسو غوښتل چي یو تن بندي په شخصي موټر کي ګردېز ته انتقال کړي چي د دولت د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ سول.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت پېښه تأییدوي او وایي، په پېښه کي دوه تنه ملکي وګړي چي یو د همدغه موټر چلوونکی او بل یې سوارلۍ او یو پولیس سرتېری وو، وژل سوي او یو پلیس سرتیری ټپي دی.

حسرت زیاته کړه، چي په نښته کي د وسله والو مخالفینو یو تن هم وژل سوی دی.

د پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...