ورزش

نن شپه لیور پول فوټبال لوبډله د ریال مادرید په وړاندي لوبیږي

د اروپا د اتلانو کپ پایلوبي ته د ۳۲ غوره نړیوالو فوټبال ټیمونو څخه ریال ماډریډ او لیورپول پایلوبي ته لاره پېداکړې، چي نن شپه د کابل په وخت ۱۱:۱۵ بجې یو د بل په وړاندي د پایلوبي د ترسره کولو میدان کښته کیږي. ریال مادريډ په نیمه پایلوبه کي بایرن مونیخ ته او لیورپول بیا روم ته په ماته ...

Read More »

سچن ټندولکر: راشد ښه نه بلکي بهترین توپ اچونکی دی

د هند پرېميرليګ سياليو کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلي او کلکته نايټرايډرز سيالۍ کي افغان لوبغاړي راشد خان په زړه پورې لوبه وکړه. نوموړې په ۱۰ توپونو ناسوځېدلي ۳۴ منډې جوړې کړې او بل ريکارډ يې په خپل نامه کړ. د کرېکت د نړۍ تکړه لوبغاړي سچن ټنډولکر په خپل ټویټر لیکلي چي “پخوا به خلکو ویل چي راشد خان ...

Read More »

د هند غوره لیګ IPL کي حیدرابار کرکټ لوبډلي تیره شپه د جلال اباد پیښي په یاد توري پټۍ تړلي وې

د هند په سوداګریزو سیالیو کې راشد خان یو ځل بیا ښه وځلید، چې تکړه توپوهونکی ایم ایس دهوني يې په زړه پورې توپ بولډ اوټ کړ او براوو یې کیچ اوټ کړ. دغه لوبه کې چې له یوه طرفه راشد خان په زړه پورې توپ اچونه وکړه، د دهوني او براوو ویکټې يې واخیستې، خو له بل طرفه یې ...

Read More »

د هند کرکټ غوره لیګ IPL کي څلورو لوبډلو دوهم پړاو ته لار پيدا کړل

د هند تجارتي شل آوریزه (IPL) سیالیو په لړ کي حیدرآباد، چیناي، کلکتې او راجستان کرکیټ لوبډلو د یادو سیالیو دوهم پړاو ته لاره پیداکړه. بنګلور، پنجاب، ډهلي او ممبې بیا هغه قوي لوبډلې وې، چي له دې سیالیو سره یې مخه ښه وکړه او ویې نسو کړای چي د یاد ټورنمنټ دوهم پړاو ته ووزي. د یاد ټورنمنټ په ...

Read More »

بارسلونا لالیګا په خپله اتلولي پای ته ورسول

د هسپاینا یاد کورنی لیګ هر کال د ۲۰ قوي لوبډلو ترمنځ د تګ او راتګ په ډول ترسره کیږي او که هري لوبډلي زیاتي نومري خپلي کړې وې هغه ټیم د یاد ټورنمنټ اتلولي خپلوي. سږنی کال بارسلونا د ۹۳ نومرو په درلودلو سره د یاد لیګ اتلولي د ۲۵م ځل لپاره خپله کړه. اتلاتیک ماډریډ د ۷۹ نومرو ...

Read More »

بنګله دیش کرکټ بورډ د افغانستان سره د ۲۰ اوریزو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړل

د بنګله دېش په اعلان سویو لوبغاړو کي د دغه هېواد نور مخکښ لوبغاړي لکه تمیم اقبال، مشفق الرحیم، مستفیظ الرحمن، محمد الله، او نور شامل دي. د افغانستان او بنګله دېش ترمځ د ۲۰ اورونو دغه نړیوالې سیالۍ د جون په درېیمه په هند کې پیلیږي. افغانستان بنګله دېش هند ته وربللی دی. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ...

Read More »

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د FIFA  په نوې درجه بندۍ کي مخ ته سوې

د FIFA یا د نړیوال فدارسیون په نوې درجه بندۍ کي د هیواد ملي ټيم ته ۲ ګامونه نور پرمختګ ورکړل سو او په جدول کي یې د ۱۴۲م ځای څخه ۱۴۰م ځاي ته پورته کړ. د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسئولین وايي، چي د فوټبال ملي ټيم څه موده مخکي د فوټبال نړیوال فدارسیون له لوري د ۱۵۳م ځای ...

Read More »

مجیب ځدران د انګلستان د کرکټ په کورنیو سیالیو کي واخیستل سو

مجیب الرحمن ځدران د انګلستان کورني کرکیټ سیالیو په لړ کي د همپشایر لوبډلي اخیستی او د یادي لوبډلي مشر ویلي، چي مجیب یې ځکه واخسیت چی هغه د هندوستان د کورني کرکیټ تر ټولو غوره توپ اچونکی دی. مجیب ځدران چی دا مهال د هندوستان په کورنیو سیالیو بوخت دی وايي، چي د انګلستان په کورني ټورنمنټ کي لوبه ...

Read More »

د افغانستان د ځوانانو جمناسټیک ملي لوبډله ډک لاس هیواد ته راستانه سول

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پاکستان په کوربتوب په پېښور ښار کي د جمناسټیک سیالۍ ترسره سوې، چي افغان لوبغاړو ۲ د سرو زور، ۱ د نقرې او ۱ د برنزو مډوال خپل کړ. شکیل احمد او عبدالخلیل د سرو زرو، کبیراحمد د نقرې او سباوون بیا د برنزو مډال خپل کړ. په یادو سیالیو کي ۶ د جمناسټيک ...

Read More »

د بدني ښکلا د برخي افغان لوبغاړي احمد یاسین سالک قادري د مستر المپیا او ارنولډ کلاسیک سیالیو ته لار پیدا کړه

د بدن ښکلا د برخې لوبغاړي احمد یاسین سالک قادري د نړۍ د مستر المپیا حرفوي سیالیو او ارنولډ کلاسیک سیالیو ته چي تمه ده په امریکا کي ترسره سي لار پیدا کړه. د افغانستان د المپیک کمېټې او د بدن ښکلا فدراسیون رئیس باور هوتک رسنیو ته وویل، چي افغان باډي بلډر ښاغلي قادري په ۹۵ کیلو ګرام وزن ...

Read More »