د بدني ښکلا د برخي افغان لوبغاړي احمد یاسین سالک قادري د مستر المپیا او ارنولډ کلاسیک سیالیو ته لار پیدا کړه

د بدن ښکلا د برخې لوبغاړي احمد یاسین سالک قادري د نړۍ د مستر المپیا حرفوي سیالیو او ارنولډ کلاسیک سیالیو ته چي تمه ده په امریکا کي ترسره سي لار پیدا کړه.

د افغانستان د المپیک کمېټې او د بدن ښکلا فدراسیون رئیس باور هوتک رسنیو ته وویل، چي افغان باډي بلډر ښاغلي قادري په ۹۵ کیلو ګرام وزن کي د ابوظبي د «IFBB» کلاسیکو سیالیو کي تر ګډون وروسته د حرفوي سیالیو کارت ترلاسه کړ.

د «IFBB» کلاسیکې سیالۍ د ۶۰ هېوادونو د ۶۵۰ لوبغاړو په ګډون په عربي متحده اماراتو کې ترسره سوي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...