د روزګان ولایت خاص روزګان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

وسله والو طالبانو د تیرې شپي راهیسي دیادې ولسوالۍ پر مرکز ډله ایز بریدونه پیل کړي او جګړه دامهال د دولتي ودانیو په څو مترۍ کي روانه ده.

دیادې ولسوالۍ یوه سرچینه وایي، دلته د تیري شپي راهیسې یوشمیر امنیتي پوستې سقوط سوي او تر ۲۷ د ملي اردو سرتیرې يې لادرک دي.

سرچینه وایي، تردې مهاله له مرکز څخه ورته مرسته نه ده رسیدلې او ځنډه به یې د ولسوالۍ د سقوط لامل سي.

همدارنګه یوه بله سرچینه هم وایي، په خاص اروزګان کي روان وضعیت د اندیښنې وړ دب او که بیړنۍ مرستي ونه رسیږي ډیر ژر به ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویږي.

ولایتي چارواکو تردې مهاله د خاص اروزګان د رواني جګړی په اړه له رسنیو سره معلومات نه دې شریک کړي.

خو د ملي دفاع وزارت په خاص اروزګان ولسوالۍ کي جګړه مني او وایي، تردې مهاله یوازي دوه د ملی اردو سرتیرې ټپیان سوي دې.

ددغه وزارت ویاند جنرال محمد رامنش وایي، په خاص اروزګان کي زیات شمیر امنیتې ځواکونه شتون لرې او د سقوط ویره یې نسته.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...