د هندوستان هیواد د کورنیو تجارتي شل آوریزه (IPL) سیالیو پایلوبه نن ماښام د کابل په وخت ۶ بجي د حیدرآباد او چیناي کرکیټ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي..
د هند یاد کورنۍ تجارتي لیګ کابو ۴۵ ورځي مخکي د ۸ غوره کرکیټ لوبډلو ترمنځ پیل سو، چي په ترڅ کي یې د راشد او محمدنبي ټیم حیدرآباد د ډوهني د ټیم چیناي سره پایلوبه ته لاره پيداکړه او نن د یادو دوو لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره کیږي.
د یاد ټورنمنټ دوهم پړاو ته د چیناي او حیدرآباد ترڅنګ کلکتې او راجستان ټيمونو لاره پيداکړې وه، چي کلکتې راجستان او حیدرآباد بیا کلکته له مخي لیري کړه او حیدرآباد د چیناي ترڅنګ پایلوبي ته لاره پيډاکړه.
چیناي بیا د دوهم پړاو په لومړۍ لوبه کي حیدرآباد مات کړ او د لومړۍ لوبډلي په حیس يې پایلوبي ته لاره پيداکړه.
د یادلو وړ ده، چي د یادو سیالیو اتلولي چیناي دوه ځلي خپله کړې او حیدرآباد بیا یو ځلي په ۲۰۱۶ م کال کي د یاد ټورنمنټ لومړی مقام خپل کړیدی
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون