ریال ماډریډ د ۱۳ ځل لپاره د اروپا اتلانو سیالیو اتلولي خپله کړل

د اروپا اتلانو لیګ چي هر کال د نړۍ د ۳۲ غوره فوټبال ټيمونو ترمنځ ترسره کیږي ریال ماډریډ او لیورپول یې پایلوبي ته لاره پيداکړې وه. تیره شپه یې پایلوبه د ریال ماډریډ او لیورپول ترمنځ ترسره سوه، چي ریال ماډریډ ۳ ګولونه پر ۱ لیورپول ته په ماتي ورکولو سره د یاد کپ اتلولي خپله کړه.

د لیورپول لوبډلې مشهور مسلمان ستوری محمد صلاح چې د لوبي په پېل کې يې پر سیالي لوبډله فشار لوړ کړی و د ریال ماډریډ لوبډلې مشر سرجیو راموس په ۲۴مه دقیقه کې په قصدي ډول ټپي کړ، چې وروسته یې له سخت ټپ څخه ونسو کړای لوبې ته دوام ورکړي، چې اخر یې پر ځای بل لوبغاړی لوبې ته داخل سو.

په دغه سیالۍ کې لومړی ګول په دوهمه نیمایي کې د لیورپول ګول ساتونکي په غلطۍ د ریال ماډریډ مسلمان لوبغاړي کریم بینزیما په ۵۰مه دقیقه کې وواهه.

ددغه ګول په ځواب کې د لیور پول لوبډلې مسلمان لوبغاړي سعدیو مانع په ۵۴مه دقیقه کې په زړه پورې ګول وواهه چې سیالۍ یې یو-یو مساوي کړه.

د ریال مدرید مشر روزونکي زین الدین زیدان په تخنیکي مشرۍ ګیرت بیل په ۶۰مه دقیقه کې د بل لوبغاړي پر ځای لوبې ته داخل کړ، چې نوموړي سمدلاسه په ۶۳مه دقیقه کې په زړه پورې ګول وواهه او ریال ماډریډ یې ۲ ګولونه پر ۱ مخکي کړ.

همدا ډول د لیور پول لوبډلې لخوا څو زورورې حملې وسوې، خو د لیورپول ګول ساتونکي ټولې حملې ناکامې کړې، چې په ۸۲مه دقیقه کې ګیرت بیل له ۲۵ میتره فاصلې څخه خپل دوهم ګول وواهه چې د لوبډلې بریا یې یقیني کړه.

د ریال ماډریډ لخوا په اروپا اتلانو لیګ کې دا دریمه پرلپسې اتلولي وه، چې په ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷م کې يې هم اتلولي خپله کړې وه، او په ټولیزه توګه یې ۱۳ ځلي ددغې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...