افغان کرکټ ملي لوبډله نن شپه د بنګلدیش په وړاندي لوبیږي

د افغانستان د کرکت بورډ چارواکي وايي، چي ددې سیالیو لپاره افغان ټیم ۴۰ ورځي تمرینات د توپ اچوني، توپ وهني او توپ نیوني په برخو کي ترسره کړي.

وړمه ورځ افغان الف ټيم د بنګله دېش ملي ټيم ته په یوه تمریناتي لوبه کي ماته ورکړه، چي په هغه لوبه کي حضرت الله ځاځی په توپ وهنه کي ښه وځلید او اوس د بنګله دېش سره یادو لوبو ته هم واخیستل سو.

د کرکیټ افغان مبصیرین بیا وايي، چي د هغې لوبي بریا به پر بنګله دېش په کیدونکو درو لوبو کي فشار رواړي.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي د افغانستان او بنګله دېش لوبډلمشرانو او روزونکو تیره ورځ ګډه خبرې ناسته ترسره کړه.

اصغر ستانکزي او شکیب الحسن دواړو لوبډلمشرانو یادو لوبو ته د پوره چمتوالي خبره وکړه.

د یادولو وړ ده، چي د افغانستان او بنګله دېش کرکیټ ملي ټیمونو ترمنځ د درو شل اوریزه سیالیو څخه یې لومړۍ نن ماښام ۷ بجي، دوهمه د سي شنبي په ماښام او درېمه بیا د پنجشنبي په ماښام ترسره کیږي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...