افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې جوړي کړې خو بنګله دېش ونکړای سول هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې د ۱۲۲ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.
په افغان لوبغاړو کې شهزاد محمدي په ۳۷ توپونو ۴۰، سميع الله شينواري په ۱۸ توپونو ۳۶، عثمان غني په ۲۴ توپونو ۲۶، اصغر ستانکزي په ۲۴ توپونو ۲۵ او شفيق الله شفق په ۸ توپونو ۲۴ چټکې منډې وکړې.
مجيب ځدراڼ افغانستان ته په توپ اچوونه ښه پيل ورکړ او په لومړي توپ يې د بنګله دېش تکړه لوبغاړی تميم اقبال وسوځاوه، خو هغه راشد خان و چې د بنګله دېش د بټېنګ ملا يې ماته کړه. نوموړي درې لوبغاړي وسوځول او يو کچ يې واخيست.
د راشد خان تر څنګ شاپور ځدراڼ درې، محمد نبي دوې، مجيب ځدراڼ او کريم جنت يوه يوه وېکټه واخيسته.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون