راپور: محمد یار مجروح
ګرمه هوا او د برېښنا نه شتون خلګ دې ته اړ کړي، چي بازاري يخی رانيسي، خو د روغتیا مسٔوولین وايي، د بازار جوړ يخی بې کيفيته او توليدوونکي فابريکې يې تر ډیره نظافت ته پاملرنه نه کوي.
د کندهار دعامي روغتیا د تغذيې څانګي مسٔول ډاکټر احمدالله فیضي وايي، چي د یخي تولیدونکي فابریکې باید د یخي د جوړولو او انتقال پر مهال نظافت ته پاملرنه وکړي تر څو یخی مکروبي نسي او نور کسان ناروغه نکړي.
د ده په خبره خلګ دي د یو ټولنیز مسٔوولیت په توګه دا کار وکړي.
پر همدې مهال د یخي د فابریکو یو شمیر مسٔوولین وايي، چي دوی تر ډیره نظافت مراعت کړي، خو زیاتوي چي د روغتیا مسٔوولین باید د دوی له فابریکو څخه پر وخت لیدنه وکړي.
دوی مني چي یو شیمر فابریکې نظافت نه مراعتوي خو وايي، دا د روغتیا د مسٔوولینو دنده ده تر څو دوی ته د نظافت په اړه لازمي مشورې ورکړي.
د روغتیا مسٔوولین وايي، چي ډیر ژر به د کندهار ښار د یخي له فابریکو څخه لیدنه وکړي او د نظافت په اړه به لازمي لارښووني وکړي.
د خوراکي توکو د توليد او پلور پرمهال د نظافت نه مراعتول هغه چاره ده، چي د انسان ژوند د ډول ډول روغتيايي ستونزو سره مخ کوي .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون