راپورونه

کندهار ښاروالۍ ته سږ کال ۶۵۵ میلونه افغانۍ بویدیجه ورکول سوې ده

راپور: محمد یار مجروح کندهار ښاروالۍ ته د ۱۳۹۷ کال ټول ټال  ۶۵۵ ملیونه افغانۍ بودیجه ورکول سوې ده، چي له دې جملي څخه يې ۴۲۶ میلونه افغانۍ انکشافي بودیجې ته ځانکړي سوي دي. د کندهار ښاوالۍ سرپرست محمدنسیم رضايي وايي، که څه هم ښاروالۍ ته بودیجه ناوخته ورکول سوې خو دوی کوشش کوي چي یاده بودیجه په ښه دول ...

Read More »

په کندهار کي د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل سوه

راپور: سید حمید هاشمي ځوانان وايي، ناامني بې کاري، نشيي توکي او لوړو زده کړو ته نه لاس رسی د ځوانانو په وړاندي تر ټولو لويي ستونزي دي. دوی وايي، حکومت د ځوانانو په اړه خپل مسٔولیت نه دی ترسره کړی. بلخوا ولایتي چاروکي وايي، د ځوانانو د ستونزو په هواري کي تر خپله وسه هڅي کوي. په کندهار کي ...

Read More »

د روغتیا مسؤلین وايي، د اوبو د کمښت له امله هوا ککړه سوې 

راپور: محمد یار مجروح په کندهار ښار  کي له تیرو دوو ورځو راهیسي هوا ککړه سوې ده. د روغتیا مسوولین وايي، ګرمه او ککړه هوا د تنفوسي ناروغیو لاملونه دي چي د افغانستان په ګڼ شمیر ولایتونو کي يې تنفوسي ناروغۍ ډیري کړي دي. د کندهار د عامي روغتیا مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، په ګرمه او ککړه هواه ...

Read More »

د کندهار ولايتي چارواکو له دیني علماوو وغوښتل چي وسله وال طالبان د سولي خبرو ته وهڅوي

راپور: سید حمید  هاشمي د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د دیني علماوو سره د سولي د خبرو په اړه غونډه وکړه. منیب وویل، حکومت له طالبانو سره د سولي خبرو ته چمتو دی ځکه نو طالبان دي نور د خلکو دغي غوښتني ته مثبت جواب ورکړي. هغه له یادو دیني علماوو وغوښتل چي د حکومت د سولي پیغامونه وسله ...

Read More »

د بغلان ولایت اوسیدونکو د هیواد په بیلابیلو برخو کي عامو خلکو ته په وروستیو جګړو کي اوښتي تلفات په کلکو ټکو وغندل

راپور: نورګل اندړوال د بغلان یوشمیراوسیدونکي او دملکي وګړو نه د خوندیتوب کمیټه وايي، چي لاهم د جګړې ښکیل اړخونه د هېواد په بیلابیلو ولایتونوکي د ملکي خلکو ژوند ته دجګړو پرمهال پاملرنه نه لري او ورځ تربلي یې په دې برخه کي اندیښنې ډيریږي . دبغلان ولایتي شورا وايي، چي طالبان او افغان نظامیان زیات وخت د عادي بریدونو ...

Read More »

دکابل کندهار دعمومي لاري مسافر وايي، د تیرو څلور ورځو راهیسي پرلاره بند پاته دي چي له امله یې په غزني کي د توکو بیه دوه چنده لوړه سوې

راپور: نثار احمد څپاند دزابل پر ګاونډ ولایت غزني دوسله والو طالبانو تر برید وروسته دکابل کندهار عمومي سړک هم دترافیکو پرمخ تړل سوی، چي له امله سلګونه مسافر بند پاته دي. مسافر وايي، چي په جګړه کي بند پاته دي او  هر ګړي یې ژوند دمرګ  د ګواښ سره مخ دي. دوی زیاتوي، چي په دې ولایت کي د ...

Read More »

په خوست کي د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل سول

راپور: سردار محمد زیارمل د ځوانانو د امريت له لوري په خوست کي د ځوانانو نړیواله ورځ په داسي حال کي ونمانځل سوه، چي لا هم په افغانستان کي اکثره ځوانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي . دوی له دولته غوښتنه کوي چي ځوانانو ته دي د کار زمینه برابره سي. د افغانستان د نورو ولايتونو په ...

Read More »

د بادغیس ولایت اوسیدونکي د یاد ولایت امنیتي وضعیت ته د دولت د جدي پاملرني غوښتنه کوي  

راپور: غلان فاروق رسولي د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي ټينګار کوي چي په ځينو مواردو کي د دولت نه پاملرنه د دې لامل سوې چي طالبان د یادي ولسوالۍ تر نږدي سیمو پوري مخ ته تګ وکړي. د جوند ولسوالۍ د ځينو اوسیدونکو په وینا؛ تر لسو کلونو ډېر وخت کیږي چي د يادي ولسوالۍ مواصلاتي ...

Read More »

په کندهار کي دبست زون په کچه د کرکټ اړوند روزنیز کورسونه تر سره سول

راپور: محمد یار مجروح په کندهار د بست زون په کچه روزل سوي شاوخوا شپيته کسان چي لوبڅاران، روزونکي او منډه شمیرونکي پکښي شامل دي. یادو کسانو شاوخوا درې ورځي په یادو برخو کي زده کړي تر لاسه کړې. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي مرستیال روزونکی اسدالله خان وايي، په یادو کورسونو کي ګډونوالو ته تر ډیره دکرکټ ...

Read More »

په روزګان کي جګړو یو ځل بیا زور اخیستی او ځایي اوسیدونکي یې اندیښمن کړي

راپور: اجمل وصال د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او یوشمیر ولسوالیو پر مرکزونو د تیري یوې اونۍ راهیسي یوځل بیا د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه پیل سوي چي د ځایې اوسیدونکو اندیښنې له ځان سره لري. غوښتنه کوي چي امنیتي ځواکونه دي د روانو بریدونو مخنیوی وکړي او که شوني وې جګړه ییز حالت ته دي د ...

Read More »