دکابل کندهار دعمومي لاري مسافر وايي، د تیرو څلور ورځو راهیسي پرلاره بند پاته دي چي له امله یې په غزني کي د توکو بیه دوه چنده لوړه سوې

راپور: نثار احمد څپاند

دزابل پر ګاونډ ولایت غزني دوسله والو طالبانو تر برید وروسته دکابل کندهار عمومي سړک هم دترافیکو پرمخ تړل سوی، چي له امله سلګونه مسافر بند پاته دي.

مسافر وايي، چي په جګړه کي بند پاته دي او  هر ګړي یې ژوند دمرګ  د ګواښ سره مخ دي.

دوی زیاتوي، چي په دې ولایت کي د توکو بیه دوه چند لوړ سوې او ورسره سته پیسي هم پرختمیدو دي.

دوی غوښتنه کوي چي دولت ژر تر ژره دا لویه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.

بل لوري دزابل دوالي ویاند ګل اسلام سیال وايي، چي د کابل کندهار عمومي لاره د زابل په مربوطاتو کي نه ده تړل سوې.

سیال زیاتوي، چي د کلات او کندهار لویه لاره کي د وسله والو طالبانو له لوري ماینونو ځاي پرځاي سوي وه چي دامنیتي ځواکونو لخوا ماینونه خنثی سوي او لاره خلاصه سوې.

نوموړی زیاتوي، چي امنیتي سرتیري دوسله والو طالبانو دهر ډول بریدونو لپاره چمتو دي .

بل لوري دزابل امنیه قوماندان مصطفي مایار وايي، چي تیره شپه وسله والو طالبانو د کلات ښار  پرامنیتي پوستو باندي د برید پلان درلود چي دامنیتي ځواکونو لخوا شنډ کړل سول او په ځوابیه برید کي یې شپږ وسله وال طالبان ووژل او دهغوي یوشمیر وسلي او مهمات یې دمنځه یووړل .

دکابل کندهار دعمومي لاري بندیدل ددې ولایت اوسیدونکي هم اندیښمن کړي او له دولت څخه غوښتنه کوي چي د وسله والو طالبانو دهر ډول برید دخنثی کیدو لپاره منظم پلان او پروګرام ولري.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...