د ټاکنو کمېسیون د غزني ولایت پرته د ټولو ولایتونو، کوچیانو، هند او سکهانو د کاندیدانو لېستونه په خپل رسمي ویبپاڼه کي یې خپاره کړي.
د ولسي جرګې د کاندیدانو وروستی لېست په داسي حال کي خپرېږي چي د ځینو کاندیدانو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وروستۍ پرېکړه غبرګونونه راپارولي دي.
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شنبې په ورځ اعلان وکړ چي د خلکو له خوا پر ځینو کاندیدانو د شکایتونو تر څېړلو وروسته د کاندیدانو له نوملړه ۳۵ کسان ایستل سوي.
دکاندیدوانو له نوملړه ایستل سوي کاندید د مولوي ترهخیل محمدي پلویانو پرون دوشنبه د ټاکنو کمېسیون دروازې وتړله.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد د ټاکنو کمېیسیون دفتر ته څېرمه د مظاهرې په اړه په غبرګون کې ویلي و چي خلک د قانون په چوکاټ کي د اعتراض لري خو هیڅوک د دې حق نه لري چي د ټاکنو کمېسیون د کارونو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون