په افغانستان کي اروپایي ټولني ویلي، چي جنرال عبدالرشید دوستم پر ضد د دوسیې ټول قضایي پړاوونه باید د افغانستان د نافذه قوانینو له مخي بشپړ سي

 

د ارپایي ټولني او ناروي ماموریتونو له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي هیڅوک باید له قانون څخه پورته نه وي او د افغانستان د سولي او ثبات او د ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره ټول افغانان باید ګډ کار وکړي.

جنرال دوستم تېره میاشت له ترکیې څخه کابل ته ستون سو.

که څه هم د اروپایي ټولني په خبرپاڼه کي د جنرال دوستم قضیې په اړه څه نه دي ویل سوي.

خو د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي ادعا کوي چي د جنرال دوستم د ساتونکو له لوري نیول سوی و او تر وهلو ډبولو وروسته د جنسي شکنجې ښکار سوی دی.

خو د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم دفتر یې د ښاغلي ایشچي دغه ادعاوي بې ‌بنسټه بولي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...