د بغلان ولایت اوسیدونکو د هیواد په بیلابیلو برخو کي عامو خلکو ته په وروستیو جګړو کي اوښتي تلفات په کلکو ټکو وغندل

راپور: نورګل اندړوال
د بغلان یوشمیراوسیدونکي او دملکي وګړو نه د خوندیتوب کمیټه وايي، چي لاهم د جګړې ښکیل اړخونه د هېواد په بیلابیلو ولایتونوکي د ملکي خلکو ژوند ته دجګړو پرمهال پاملرنه نه لري او ورځ تربلي یې په دې برخه کي اندیښنې ډيریږي .
دبغلان ولایتي شورا وايي، چي طالبان او افغان نظامیان زیات وخت د عادي بریدونو پرمهال غټي وسلې کاروي او زیان یې ملکیان ویني .
د بغلان آمنیه قومنداني وايي، چي دوی دجګړو پرمهال ټول اصول په پام کي نیسي خو زیاتوي ‌چي طالبان دخلکو له کورنوورباندي بریدونه کوي او دوی هم اړکیږي جواب یې ووايي.
قومي مشران او دمدني ټولني یوشمیر غړي وايي، چي که په هیواد کي په جګړه ښکیلي ډلي د خلکو غوښتنه چي سوله او د ملکي وګړو دمرګ ژوبلي مخ نیوی دی ونه مني شونې ده چي پروړاندې به یې ودریږي .

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...