راپور: سید حمید هاشمي
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د دیني علماوو سره د سولي د خبرو په اړه غونډه وکړه.
منیب وویل، حکومت له طالبانو سره د سولي خبرو ته چمتو دی ځکه نو طالبان دي نور د خلکو دغي غوښتني ته مثبت جواب ورکړي.
هغه له یادو دیني علماوو وغوښتل چي د حکومت د سولي پیغامونه وسله والو طالبانو ته ورسوي او هغوی چمتو کړي چي نور له جنګه لاس واخلي.
پر همدي مهال د کندهار د علماوو شوار ریٔس مولوي عبیدالله فیضاني په هیواد کي روانه جګړه د اسلامي اصولو خلاف وباله او د طالبانو يې وغوښتل چي د سولي خبرو ته حاضر سي او نور له جنګه لاس واخلي.
خو دیني علما وايي، طالبان د جنګ دوام نه غواړي او نه هم دوی د دومره اوږدې جګړې توان لري.
د دوی په خبره بهرنيو هیوادونو جګړه دوامداره ساتلي او نه پریږدي چي په هیواد کي سوله راسي.
خو دوی له حکومته غوښتنه وکړه چي د دیني علماوو یو باصلاحیته کمیټه جوړه کړي تر څو دوی خپلي ستونزي له حکومتي چارواکو سره شریکي کړي.
دا په داسي حال کي ده چي اوس مهال د هیواد په یو شمیر ولایتونو کي د حکومت او طالبانو تر منځ جګړي رواني دي.
تر ټولو سخته جګړه چي ډیر زیان يې ملکیانو ته رسیدلي په غزني ولایت کي د دتیرو ۴ ورځو راهیسي د حکومت او طالبانو تر منځ جګړه ده چي اوس هم دوام لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون