د روغتیا مسؤلین وايي، د اوبو د کمښت له امله هوا ککړه سوې 

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار ښار  کي له تیرو دوو ورځو راهیسي هوا ککړه سوې ده.

د روغتیا مسوولین وايي، ګرمه او ککړه هوا د تنفوسي ناروغیو لاملونه دي چي د افغانستان په ګڼ شمیر ولایتونو کي يې تنفوسي ناروغۍ ډیري کړي دي.

د کندهار د عامي روغتیا مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، په ګرمه او ککړه هواه کي خلګ باید بې ضرورته تګ راتګ ونi کړي او د ګرځیدا پر مهال باید خپله پزه او خوله پټ وساتي.

د روغتیا د مرستیال په خبره په کندهار کي د ابو د کمښت له امله هوا ککړه سوې او  د تنفوسي ناروغۍ د ډیریدو ویره ورسره تړلې ده.

دده په خبره د اوبو او شنو ساحو کمښت د بیلابیلو ناروغیو د ډیرو لامل ګرځي.

د کندهار د روغتیا مسوولین وايي، د هوا د ککړتیا سره دوي په ښار او ولسوالیو کي د تنفوسي ناروغیو د مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالي نیولي، او ټولو روغتیايي مرکزونو ته يې پوره درمل لیږلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...