نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپله یوه مقاله کي لیکي، چي پر غزني برید د امریکا او افغان حکومت لپاره بد خبر دی

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپله یوه مقاله کي د غزني په اړه بحث لري. په مقاله کي راځي چي د غزني خونړۍ جګړه او هلته د طالبانو څو ورځنی برید د افغان حکومت او امریکا لپاره بد پیغام لري او بد خبر دی. سرچینه زیاتوي دا د افغان حکومت کمزوري ښيي، چي له ګڼو تهدیدونو سره سره یې و نه سوای کړی، د غزني ولایت امنیت خوندي کړي او سته تهدیدونه په همغه لومړي سر کې شنډ کړي.

په لیکنه کي دا هم راځي، چي ناټو هم په دې حساسو شرایطو کي هېڅ د پام وړ اقدام و نه کړ او د جګړې د خونړي کېدو مخه یې و نه نیوله.

مقاله ټینګار کوي چي دغه جګړه به د سولي هڅي هم زیانمنې کړي، راټوکېدلې هیلې به ورژوي او ښايي د باور رامنځ ته سوې فضا له منځه یوسي.

په لیکنه کي پر افغان حکومت دا نیوکه هم سوې ده، چي د کندوز او فراه له تجربو یې درس وا نه خیست چي له همدې امله طالبانو د غزني پر مرکز هم برید وکړ.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...