نوموړي پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه د خپاره کړي بیان له لارې ویلي، چي یوازي د خپلواک په کلمې سره به دا کمیسیون هیڅکله د ملت له څاره مستثنی نه وي، بلکي تل به د ملت تر څار لاندې وي.
د سرچینې په وینا د ټاکنو کمیسیونونو ناسمې پرېکړي د هیواد ملي ثبات او ډیموکراسۍ ته زیان اړولای سي، نو باید په دې برخه کې له پوره دقت کار واخیستل سي.
هغه د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د وروستي لیست په غبرګون کې ویلي چي د کمیسیون پریکړې یې تر غور لاندې دي او د اړتیا پر مهال به د ملت د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هر ډول اقدام وکړي.
نوموړي یادې څرګندونې وروسته تر هغه کړې دي چي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دوه ورځې وړاني د ځینو سیاسي او با نفوذه کسانو په ګډون ۳۵کسان له وروستي نوملړه وایستل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون