دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کي د امنیتي ځواکونو یوه پوځي اډه نیولې ده

د دفاع وزارت ویاند، غفور احمد جاوېد ویلي په غورماچ کي د “کمپ چینايا ” په نوم پوځي اډه له دریو ورځو راهیسي محاصره وه.

غفور احمد ویلي چې ۱۷ پوځیان وژل سوي او ۱۷ تنه زخمیان سوي دي.

په شمال کي د اردو یوه ویاند، محمد حنیف رضايي رسنیو ته ویلي چي د حملي پرمهال په دې پوځي اډه کې ۱۰۰ عسکر موجود و.

رضايي ویلي، یوشمیر عسکر وژل سوي، ځیني وسله والو طالبانو نیولي او یو شمیر نږدې سیمو ته تښتیدلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...