اجرایه ریاست وايي، په دې کي شک نسته، چي غزني ښار د چارواکو د بې کفایتۍ له امله سقوط کړی دی.
ددغه ریاست د مرستیال ویاند په وینا د ځیني چارواکو د بې کفایتۍ له امله بې پروایي سوې ده او غزني ښار سقوط سوی دی.
د امید میثم په وینا د غزني ښار تر نیمایي د وسله والو طالبانو تلل اسانه کار نه دی او دا په دې مانا ده، چي هلته بې پروايي سوې او بې پروا چارواکي باید خپله سزا وویني.
بل پلو یو شمېر کسان په دې باور دي، چي د غزني د امنیتي کمربند په ځينو برخو کي هېڅ ډول مقاومت نه دی سوی او طالبانو ته اجازه ورکړل سوې چي ښار ته د ننه سي.
د نظامي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، د ولایتي شورا غړو ورته ویلي چي د ښار په امنیتي کمربند کي ځینو کسانو مقاومت نه دی کړی او طالبانو ته یې ښار ته د ننوتو اجازه ورکړې ده. ارګ بیا وایي چي د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو مقاومت بې ساري و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون